کور / خبرونه / N.R.C ادارې دتدریسی چارو مسؤل دخپلو روانو کارونو په اړه کندهار والی ته معلومات ورکړل

N.R.C ادارې دتدریسی چارو مسؤل دخپلو روانو کارونو په اړه کندهار والی ته معلومات ورکړل

[ad_1]

د چهارشنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی د N.R.C مرستندویه ادارې د تدریسی برخی له مسؤل Tom Osad سره په داسی حال کی، چی د پوهنی ریاست رئیس عبدالقادر پیوستون هم حاضرؤ وکتل.

په لیدنه کی Tom Osad وویل، اداره یې په کندهار کی د بېوزلو سره د مرستو ترڅنګ په تدریسی برخه کی هم همکاری کوی په خبره یې د پنجوایی ولسوالۍ د حاجی ګلون بابا دسیمی ښونځی او په ژړۍ ولسوالۍ کی یی د اسدی سیوری ښوونځی ترمیم کړی دی.

کندهار والی حیات الله حیات د یادی ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه، چی د غریبو هیوادوالو سره د مرستو کولو ترڅنګ په لېری پرتو سیمو کی د هیوادوالو تدریسی برخی ته هم پاملرنه کوی.

کندهار والی وویل، د هیواد پرمختګ په تعلیم کی دی او په دغه برخه کی هڅه کول ولسونو ته د روښانه راتلونکی زېری ورکوی، نوموړی د یادی ادارې مسؤلینو ته د ولایتی ادارې په استازیتوب د همکاریو ډاډ اودغه راز داساسی پروژو پر پلی کېدلو ټینګار وکړ.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *