Home / خبرونه / افغانستان / امریکا:افغانستان باید د فاسدو چارواکو پر ضد سخت اقدامات وکړي

امریکا:افغانستان باید د فاسدو چارواکو پر ضد سخت اقدامات وکړي

په افغانستان کې د مخدره موادو قاچاق د بې ثباتۍ لامل او د ښې حکومتولۍ پر
وړاندې خنډ دی، د نشه یي توکو په قاچاق کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولانو ښکېلتیا ناهیلې
کوونکې ده

کابل – په کابل ښار کې د نشه يي توکو
په قاچاق او توزیع کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو ښکېلتیا غبرګونونه پارولي دي.

د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د
کابل پولیسو د نشه یي توکو پرضد د مبارزې مدیر په ګډون شپږ پولیس چارواکي د مخدره توکو
د قاچاق او ویشلو په تور نیولي دي.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې
د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد احمدي په کابل
کې د مخدره توکو یو ترټولو لوی قاچاقبر، مافیا او ملاتړ کوونکی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیاله
دې موضوع ته په اشارې سره وایي، د نشه يي توکو په قاچاق کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولانو
ښکېلتیا ناهیلې کوونکې ده.

د مرکزي او سویلي آسیا په چارو کې د امریکا
د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په افغان حکومت غږ کړی چې پر فساد تورنو چارواکو
باندې قانون پلی کړي.الیس ویلز په یو ټویټ کې ویلي، چې د مخدره توکو قاچاق د بې ثباتۍ
لامل کیږي او د ښې حکومتدارۍ او د افغانستان اقتصاد پراختیا ته زیان رسوي. هغې ټینګار
کړی چې حکومت باید فاسدو چارواکو پر ضد اقدامات وکړي.

الیس ویلز لیکلي:« دا ناهیلې کوونکې ده چې د مخدره موادو پرضد د مبارزې شپږ
پولیس چارواکي خپله په قاچاق کې دخیل وي، د مخدره موادو قاچاق او تجارت بې ثباتي زیاتوي
او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او اقتصادي ودې مخه نیسي. د قانون پلې کوونکې ادارې
باید د مفسدو چارواکو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.»

په
ورته مهال د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل په کورنیو
چارو وزارت او نورو ادارو کې د فساد په تړاو اندېښنه ښيي او وایي، چې په دولتي ادارو
او نورو برخو کې د فساد زیاتوالی ددې لامل شوی، چې افغانستان هرکال د فسادو هیوادونو
په کتار کې راشي.

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې
الیس ویلز دغه څرګندونې داسې مهال دي چې، تیره اونۍ کورنیو چارو وزارت سرپرست امنیتي
ادارو ته سپارښتنه کړې چې تر دوه میاشتو پورې دې په کابل کې د مخدره موادو د توزیع
شبکې له منځه یوسي.




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply