کور / خبرونه / د ولایت مقام د بشری منابع رئیس له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

د ولایت مقام د بشری منابع رئیس له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

[ad_1]

د بشری سرچینو رئیس جاویدالله سلطانی وایی، ولایتی اداره غواړی د پوهنی په برخه کی ستونزی حل او اصلاحات رامنځ ته کړی.

ښاغلی سلطانی د ینج شنبې په ورځ لومړی د حاجی میرویس خان نیکه عالی لېسې او شهید عبدالطیف عالی لېسې ته ولاړئ، تدریسی چاری یې له نژدې وکتې او د زده کوونکو ستونزی یې واورېدې.

د ولایت مقام د بشری منابع رئیس جاویدالله سلطانی د پنج شنبې په ورځ د میرویس نیکه او شهیدعبدالطیف عالی لېسو ته ولاړئ او هلته یې د زده کوونکو ستونزی واورېدې.

ښاغلی سلطانی وایی، کندهار والی غواړی، چی د پوهنی په برخه کی اصلاحات رامنځ ته کړی او ستونزی یې حل کړی.

نوموړی زیاتوی، چی نن یې د دغه لیسو څخه د لیدنی پرمهال د زده کوونکو ستونزی واورېدې او د حل په موخه به یې ولایت مقام ته وړاندی کړی.

جاویدالله سلطانی په یادو لیسو کی د زده کوونکو د امتحانو له صحنو څخه هم لیدنه وکړه او د دغه صحنو منظم والی او ښه ترتیب یې وستایه او له زده کوونکو څخه یې د بریا هیله وکړه.

ښاغلی سلطانی د ښوونځیو ادارو او درسی صنفونو ته هم ولاړئ او هلته یې هم د پوهنی ریاست اړوند د ښوونځیو تدریسی چاری وکتې له ښوونکو سره یې ولیده او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

هېره دی نه وی، چی ولایت مقام دامهال د دولتی ادارو څخه هم د څار او نظارت په موخه لیدنی او کتنی پیل کړی او هغه مامورین چی دندو ته پر خپل وخت نه راځی غیر حاضروی یې او قانونی چلند ور سره کو.

خبریال: روزالدین ایازی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *