کور / خبرونه / د افغانستان د خوړو دخوندیتوب او تغذیې ملی پروګرام د پېژندنی ورکشاپ جوړ سو

د افغانستان د خوړو دخوندیتوب او تغذیې ملی پروګرام د پېژندنی ورکشاپ جوړ سو

[ad_1]

په دغه روزنیز او معلوماتی ورکشاپ کی کندهار والی حیات الله حیات، د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د مرکزی ادارې څخه راغلی پلاوی، د یوشمېر دولتی ادارو مسؤلینو، مدنی فعالانو، او بېلا بیلو مرستندویه موسسو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

د دې روزنیز ورکشاپ د پیل په وینا کی کندهار والی حیات الله حیات د خوړ خوندیتوب او تغذیه یو له حیاتی او مهمو ضرورتونو څخه یاد کړ، په وینا ئې پاک خواړه او سالمه تغذیه د انسان په ژوند کی خاص ارزښت لری.

ښاغلی حیات وویل غذایی خوندیتوب د طبعی افاتو پر وخت تر څه مهم دی او باید ورته ځانګړې توجه وسی ځکه زموږ په هیواد کی زیات وخت یو شمېر هیوادوال د طبعی افتونو پر مهال ستونزمن کیږی.

کندهاروالی د دې ترڅنګ د کوچنیانو سالمی تغذیې ته په اشارې وویل که چیری کوچنیانو ته پاک خواړه برابرسی او سالمه تغذیه ولری له ډیرو ناروغیو به ساتل سوی وی او د بدن دفاعی سیسټم به ئې قوی وی.

هغه هیله وښودل، چی د دې روزنیز ورکشاپ له لاری به ګډونوال د یادو موضوعاتو په تړاو ګټوری نظری وړاندی کړی او د ستونزو حل لاری به را پورته کړی.

په دې روزنیز ورکشاپ کی د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال هم خبری وکړې او وې ویل، چی دغه ډول ورکشاپونه کولای سی په ډیرو برخو کی زموږ ستونزی حل کړی.

ښاغلی خاکریزوال وویل د کندهار اوسنی نفوس د هغه درې برابره لوړ دی، چی له مخی ئې کندهار ته د سهمیه ورکول کیږی نو اړینه ده ، چی په هره برخه کی کندهار ته ځانګړې توجه وسی.

د دې پروګرام مسؤلینو وویل، چی د ورکشاپ پرمهال به د ګډونوالو څخه په ځانګړې سوې برخه کی مشورې واخلی؛ ستونزی به راټولی کړی او د حل په موخه به ئې یو کلن پلان جوړ کړی،ترڅو د هغه پراساس غذایی خوندیتوب او سالمی تغذیې ته ځانګړې توجه وسی.

خبریال: ولی محمد انوری

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *