کور / خبرونه / کندهاروالی د کارونو د چټکوالی په خاطر د دولتی ادارو ترمنځ پر همږغۍ ټېنګاروکړ

کندهاروالی د کارونو د چټکوالی په خاطر د دولتی ادارو ترمنځ پر همږغۍ ټېنګاروکړ

[ad_1]

کندهاروالی حیات الله حیات د اداری مجلس په نوبتی غونډه کی ټېنګار وکړ، چی دولتی ادارې دی ولس ته د چټکو خدماتو د وړاندی کولوپه موخه په خپلو کی همکاری او همږغی وکړی او ولس ته اړین خدمات وړاندی کړی.

د اداری مجلس غونډه، چی د کندهار والی حیات الله حیات په مشری جوړه سوې پکښی، مرستیال والی عبدالحنان منیب، د دولتی ادارو مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه.

د اداری مجلس په غونډه کی کندهار والی حیات الله حیات د دولتی ادارو د مسؤلینو او استازو ترمنځ پر همږغۍ او همکارۍ ټېنګار وکړ او هغوئ ته ئې هدایت وکړ، چی ولس ته د اړینو او چټکو خدماتو لپاره نیهایی کوښښ وکړی.

ښاغلی حیات وویل ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورین د ولس خدمتکاران دی او مسؤلیت لری، چی ولس ته پر وخت اړین خدمات وړاندی کړی.

د اداری مجلس په غونډه کی د کندهار مرستیال والی عبدالحنان منیب کندهار ښاروال ته سپارښتنه وکړه، چی په ښار کی ټولو نیالانو ته پر وخت اوبه ورکړی ځکه په وینا ئې ښاریانو شکایت کړئ، چی د ښار په یو شمېر برخو کی زرغونې درختی پر وچېدو دی.

په غونډه کی کندهارښاروال د حبیبی واټ په مسیرکی د افغان ټلېکام  شبکې د تغیر مکان غوښتنه وکړه، په وینا ئې دوئ د یاد واټ پر دوهم برخی کاری پیلوی.

د افغان تلیکام شبکې مسؤلین وایی د دوئ شبکه ښاروالۍ ته هیڅ راز خنډ نه جوړی او که ئې تغیر وی لس میلونه افغانۍ بودجې او زیات وخت ته اړتیا لری.

په غونډه کی پر دې موضوع تریو لړ بحث وروسته کندهاروالی حیات الله حیات کندهارښاروال ته هدایت وکړ، چی ژر تر ژره د حبیبی واټ پر پاته سړک کار شروع کړی او د افغان تلیکام شبکه پر خپل ځای پریږی او په تخنیکی برخه کی ورسره همکاری وړی.

د اداری مجلس په غونډه کی دغه راز کندهارښاروال محمد نسیم رضایی وویل په ښار کی ئې د نرخونو د کنټرول د شروع  څخه تر دې دمه درویشت دوکانونه جریمه کړی او د هغوئ څخه ئې پنځه ویشت زره افغانۍ جریمه په لاس راوړې او پنځلس نور دوکانونه ئې سرغړونی په خاطر بند کړی دی.

د اداری مجلس په غونډه کی پر وړاندی سوو قرار دادونو هم بحث وسو؛ هغه ، چی قانونی مراحل ئې بشپړ وه تایید او په کومو کی، چی نیمګرتیاوی موجودی وې د حل په موخه رد سوه.

خبریال: ولی محمد انوری

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *