کور / خبرونه / افغان لوبډلې پاکستان په ګونډو کړ – KHABARIAL.COM

افغان لوبډلې پاکستان په ګونډو کړ – KHABARIAL.COM

[ad_1]

د کرکټ له نړيوال جام مخکې افغانستان په خپله لومړۍ تمريني لوبه کې پاکستانۍ لوبډله په ګونډو کړه او په وېکېټو يې دا لوبه وګټله.
د دې لوبې ټاس پاکستان وګاټه او لومړى يې توپوهنه وکړه، د پاکستان لپاره بابر اعظم۱۱۲ منډې او شعيب ملک ۴۴ منډې وکړې، د افغانستان لپاره محمد نبي درې او دولت ځدراڼ او راشد خان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
پاکستانۍ لوبډلې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځه څلوېښت اورونو کې د 262 منډو هدف ورکړ چې افغان لوبډلې په وروستي اور کې پوره کړه، د افغانستان لپاره حشمت شهيدي 72 او حضرت الله ځاځي 49 منډې وکړې او لوبه يې د افغانستان په ګټه پاى ته ورسوله.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *