کور / خبرونه / کابل کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون ۹ کسان شهیدان کړي – KHABARIAL.COM

کابل کې چاودنې د مولوي ریحان په ګډون ۹ کسان شهیدان کړي – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۴ مۍ ۲۰۱۹: نن له غرمې وړاندې شاوخوا یوه بجه او شل دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دینی عالم مولوي ریحان په جومات کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې د ریحان په ګډون نهه تنه لمونځ کوونکي په شهادت ورسېد.

دغه پېښه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړه ده د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دیني عالم مولوي ریحان ته په مهراب کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې په خپله ریحان او نهه تنه نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

مولوي ریحان د هېواد و له هغو کمسارو دیني عالمانو څخه و چې خورا حقې خبرې کولې دی په هېواد او نظام مئین دیني عالم وو نوموړي په ډیری رسنیو کې دینې پروګرامونه هم پر مخ وړل چې وخت ناوخت به یې په ځیني حکومتي مسایلو هم بحث درلود.

په ټولنیزو رسنیو کې د هېواد دیني عالم مولوي ریحان د شهادت وروسته ډیری خلکو خپلې خواشیني څرګندې کړي دي د دوی پر وینا ریحان په وطن مئین دیني عالم و چې د هېواد د دښمنانو لخوا په دې مبارکه میاشت کې په شهادت ورسېد.

په دې وروستیو کې د هېواد په ډیری ولایتونو کې یو شمېر دیني عالمان د نامعلومو وسله والو له لورې په شهادت رسېږي چې دغو هدفي وژنو یو شمېر دیني عالمان خواشیني کړي دي.

د یادې پېښې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *