کور / خبرونه / د مولوي ریحان شهادت سخت خواشینی کړم – KHABARIAL.COM

د مولوي ریحان شهادت سخت خواشینی کړم – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال ویب پاڼه کابل – ۲۴ مۍ ۲۰۱۹: ارګ په یوې اعلامیه کې ویلي ولسمشر غني د مولوي سمیع الله ریحان په شهادت سخت خواشینی شوی دی. مولوي ریحان نن له غرمې وروسته په خپل جومات کې په یوې چاودنه کې د هېواد دښمنانو په شهادت ورسوه.

ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا د خدای (ج) پر کور (جومات) د تروریستي برید په پایله کې د هیواد دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهید او یو شمېر نور لمونځ کوونکي ټپیان کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید سخت وغنده نوموړی وویل تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي.

په اعلامیه کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو مسوولینو ته د یاد تروریستي برید د هر اړخیزې څېړنې ترڅنګ وویل د برید عاملین باید پیدا او سخته سزا وګوري د غني پر وینا د دینی عالمانو غږ هیڅ کومه ډله نه شي بندولی دوی به تل حق وایې.

د دغې پېښې په تړاو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایې دیني عالم مولوي ریحان ته په مهراب کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي و چې په خپله ریحان او نهه تنه نور لمونځ کوونکي شهیدان او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

مولوي ریحان د هېواد و له هغو کمسارو دیني عالمانو څخه و چې خورا حقې خبرې کولې دی په هېواد او نظام مئین دیني عالم وو نوموړي په ډیری رسنیو کې دینې پروګرامونه هم پر مخ وړل چې وخت ناوخت به یې په ځیني حکومتي مسایلو هم بحث درلود

د یادې پېښې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *