کور / خبرونه / کندهارکی د زراعت د ودی په موخه شنې خونی جوړېږی – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

کندهارکی د زراعت د ودی په موخه شنې خونی جوړېږی – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

[ad_1]

دکندهار د کرنی مسؤلین وایی، دروان کال ترپایه به په لسو ولسوالیو کی شنې خونی جوړی کړی، څو دسبزیجاتو له اړخه ددې سیمی اړتیا پوره کړی.

کندهار کی ددې ریاست مسئولین وایې پر دغه کار میلیونونه افغانۍ لکښت راځی، چی دغیر مشروطه بودیجې څخه ورکول کیږی.

د کندهار د کرهنی اوبولګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر سیدحفیظ الله سیدی وایی، چی د روان کال تر پایه پوری به په لسو ولسوالیوکی د کرونده ګرو لپاره د سبزیجاتو دکرلو په موخه شنې خونی جوړی کړی.

سیدی وایی، چی د شنو خونو د جوړېدلو په چارو باندی(۸،۵) میلونه افغانۍ لګښت راځی،چی د کرهڼی ریاست د غیری مشروطه بودیجی څخه ورکول کیږی.

هغه وای داچاره کولای سی په کوردننه دموسمی سبزیجاتو اړتیا پوره او پر بهرنیو وارداتو تکیه کمه کړی.

سیدی وایې ګرین حوزونه یا شنې خونی دکرهڼی په برخه کی خورا اغیزمن رول لری او ددوئ هڅه داده، چی کروندکر پوه او وسایل و امکانات په واک کی ورکړی.

دکرهڼی مسئولین تمه لری که کرهڼه میکانیزه او عصری سیسټم ته واوړی نو ښای دزیاتو محصلاتو په هدف سرمایداران پانګونه هم وکړی.

د یادونی وړده، چی اوس هم په کندهارښار او ځینو ولسوالیو کی ددولت، مرسته کونکو ادارو او خصوصی سکتور لخوا تر ۶۰۰ سوه زیاتی شنی خونی جوړی سوی، چی څه ناڅه یې دبازار د سبزیجاتو اړتیاپوره کړېده.

خبریال: عبدالقیوم شکوری

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *