کور / خبرونه / د خوړو د امنیت او تغذیې د ملی پروګرام غونډه جوړه سوه – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د خوړو د امنیت او تغذیې د ملی پروګرام غونډه جوړه سوه – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

[ad_1]

دمرکز له یو شمېر وزارتونو څخه راغلی ګډ پلاوی کندهار ته دخپل سفر پرمهال دکندهار والی حیات حیات سره په خپل کاری دفترکی پرداسی مهال ولیدل، چی د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو او د نړیوالو مؤسساتو استازو هم حضور درلود.

په دغه لیدنه راغلی پلاوی وویل غواړی د خوړو دامنیت او تغذیی ولایتی کمیټه دلته جوړه کړی څو په دی اړه دوامداره ناستی ترسره سی

دچهار شنبې په ورځ په دی اړوند غونډه کی راغلی پلاوی وویل، کندهار ولایت ته مو له سفر څخه موخه دلته خوړو د امنیت او تغذیی د ملی اجنډا اړوند د کمیټی جوړول دی، په خبره یې د دغه کمېټې له جوړولو څخه یې موخه د تغذیی د وضیعت ښه والۍ دی او په دغه برخه کی د شته ستونزو د له منځه وړلو ترڅنګ د ټولو سکتورونو ترمنځ ښه همږغی رامنځته کول دی.

د هغوئ په خبره، چی یاده کمېټه په مرکز کی هم پرله پسی ناستی کوی په وینا یې، چی په کندهار کی به د ولایت مقام تر مشرۍ لاندی فعالیت کوی او په میاشت کی به یو ځل په دی اړه ناسته کوی.

هغوئ زیاته کړه، چی په دغه برخه کی یی د اړوندو دولتی ادارو مسؤلینو، د ملی او نړیوالو مؤسساتو استازو اود خصوصی سکتور او مدنې ټولنو غړو ته د دغه ملی اجنډا اړوند ورکشاپ هم برابر کړی، چی په یادو برخو کی یې له کندهار والی څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

کندهار والی حیات الله حیات راغلی پلاوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه کمېټی د جوړېدو په برخه کی راغلو کسانو ته د بشپړی همکاری ډاډ ورکړ او د دغه کمېټې جوړول یې مهم او اړین وبلل.

ښاغلی حیات زیاته کړه، چی ددغه کمېټې په جوړېدو سره به زموږ خوراکی توکی مصؤنیت ترلاسه کړی او هم به په ښه ډول ټولو ته رسېدلی وی، چی په خبره یې د دغه خوراکی توکو دساتنی په خاطر به د اړوندو ادارو ترمنځ ښه همږغی او همکاری رامنځته سوې وی.

وروسته راغلی پلاوی په هغه عمومی غونډه کی هم برخه واخیستل، چی پکښی د ولایت مقام د مرستیال ترڅنګ د ولایتی شورا غړو، د همکاره مؤسساتو استازو، د دولتی ادارو مسؤلینو، د مدنی ټولنو غړو او ځوانانو په ګډون جوړه سوی وه .

په غونډه کی د ګډونوالو لخوا د یادی کمېټې پر جوړېدو هر اړخیزه ویناوی او بېلابېل نظرونه سره تبادله سوه، او همدارنګه ګډونوالو ته پریزینټېشن هم وړاندی سو.

خبریال: سیدستارمهتابی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *