کور / خبرونه / دکتاب لوستنی دملی حرکت غړو سره د ۵۰۰  ټوکه کتابونه مرسته وسول

دکتاب لوستنی دملی حرکت غړو سره د ۵۰۰  ټوکه کتابونه مرسته وسول

[ad_1]

دغه کتابونه، چی ددینی، ساینسی، طبی، تاریخی او ټولنیزو علومو اړوند وه د ولایت مقام دمرستیال عبدالحنان منیب لخوا دکتاب لوستنی دملی حرکت غړو ته ډالۍ سول.

ښاغلی منیب  وویل  دکتابونو دورکړی څخه یی هدف دادی څو دکندهاری ځّوانانو ترمنخ د کتاب لوستنې  فرهنګ عام او ځوانان د کتاب په ارزښت پوه سی.

دچهار شنبی په ورځ دولایت مقام دمرستیال عبدالحنان منیب لخوا پرداسی مهال، چی دځوانانو دچارو آمر هم ګډون درلود په خپل شخصی لګښت دکتاب لوستنې دملی حرکت دغړو سره دپنځه سوه جلده کتابونو مرسته وکړه.

د یادو کتابونو د ورکړی پرمهال دولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب وویل، چی د دغه مرستی  څخه یې هدف د کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دی څو په دغه برخه کی ځوانان د کتاب مطالعی ته مخه کړی.

دولایت مقام مرستیال  دکتاب او مطالعی پر ارزښت هم خبری وکړې اوله ټولو ځوانانو یې وغوښتل، چی دورځنیو چاور ترڅنګ  فارغه وخت پېدا او ازاده مطالعه وکړی .

نوموړی دکتاب لوستنی دفرهنګ دعام کېدلو په خاطر  د یاد حرکت دغړو سره دهرډول مرستی او همکاریو ډاډ څرګند کړ.

وروسته  د یاد حرکت غړو د ولایت مقام د مرستیال عبدالحنان منیب ددغه نیک اقدام ستاینه او قدردانی وکړل او زیاته یې کړه، چی دغه ورسپارل سوی کتابونه به په تعلیمی اوعامه ځایونو کی په دې موخه، چی ځوانان یې مطالعه او دکتاب لوستنی فرهنک عام سی کښیږدی.

د کتاب لوستنی  د ملی حرکت غړو په وینا، چی تردې مهاله یې دزر جلده په شاوخواکی کتابونه راټول کړی او هڅه کوی مناسبو ځایونو کی یې مطالعه ته وړاندی کړی.

خبریال: سیدستارمهتابی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *