کور / خبرونه / دنبوی سیرت په نوم سیالیو پنځه غوره کسان دعمرې حج ته لېږل کیږی

دنبوی سیرت په نوم سیالیو پنځه غوره کسان دعمرې حج ته لېږل کیږی

[ad_1]

د سولی په نوم د حضرت محمدﷺ د سیرت سیالۍ، چی څه موده وړاندی دولایت مقام دمرستیال عبدالحنان منیب په مشرۍ په لاره اچول سوی وې، پرمهال یې پنځه تنه عمرې حج ته بریالی سوی وه.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب بریالیو کسانو ته د عمرې حج لپاره د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه، چی د ۱ څخه تر ۵ نمره پوری بریالی سوی کسان به د راتلونکی یکشنبې په ورځ سعودی عربستان ته د عمرې حج په موخه ولیږل سی.

ښاغلی منیب زیاته کړه، چی ددغه سیالیو څخه یې موخه د حضرت محمدﷺ له ژوند او اخلاقو څخه د مسلمانانو خبرول او په ټولنه کی د رسوالله ص د کردار او ادابو عامولو ته زمینه برابرول وه.

ښاغلی منیب وویل، چی لا هم هڅه کوی څو ځوانانو ته د مطالعې په موخه بیلابیلی سیالۍ په لاره واچوی.

بریالیو کسانو د ولایت مقام څخه ځانګړې مننه وکړه، چی دوی ته یې د دا ډول سیالیو د زمینې د برابرولو ترڅنګ دعمرې حج او مادی ډالۍ هم په نظر کی نیولی وې.

هغوئ وویل، د یادی ازموینی د چمتوالی پرمهال د خپل پېغمبر ﷺ له ژوند څخه لازیات باخبره سوه او خورا زیات معلومات یې لاس ته راوړل، چی خپل ژوند کی به یې پیاده کړی د ولایت مقام د مرستیال لخوا له ۵ څخه تر ۱۰ نمره کسانو ته ډالۍ هم ورکول سوې.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *