کور / خبرونه / د معلولینو د ۱۸۳ کورنیو سره شپږ قلمه خوراکی توکی مرسته وسول

د معلولینو د ۱۸۳ کورنیو سره شپږ قلمه خوراکی توکی مرسته وسول

[ad_1]

د متشبثینو د بورد رهبرۍ او درملو اتحادیې د چهار شنبې په ورځ په کندهارکی د ۱۸۳ معلولینو له کورنیو سره د شپږ قلمه خوراکی توکو مرسته وکړل، چی د توزیع لړۍ د پیل پر مهال د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری هم برخه اخیستی وه.

د چهارشنبې په ورځ د متشبثینو د بورد او درملو اتحادیې د مشر حاجی رحیم الدین اغا لطرفه د شهیدانو او معلولینو ریاست د ۱۸۳ معلولینو له کورنیو سره شپږ قلمه خوراکی توکی مرسته وسوه، چی پکښی اوړه، وریجی، غوړی، لوبیا، نخود، او صابون شامل وه.

په ټولنیزو چارو کی د ولایت مقام مرستیال حاجی اغالالی دستګیری د یادو مرسته سوو توکو د ویش لړۍ په پیل کی لومړی د متشبثینو د بورد او درملو اتحادیې د مسولینو څخه مننه وکړل، چی د روژې په مبارکه میاشت کی یې د اړمنو معلولینو له کورنیو سره خوراکی توکی مرسته کړې او پر نورو شتمنو یی هم ږغ وکړ، چی پدې مبارکه میاشت کی د اړمنو او بې بضاعته کورنیو سره مرستی وکړی.

مرسته ترلاسه کوونکو معلولینو هم د ولایت مقام څخه پدی موخه مننه وکړل، چی همکار موسسات او نور نهادونه یې د دوی سره مرستو ته تشویق کړی او پر ټولو شتمنو هیوادوالو یې ږغ وکړ، چی د دوی د لاسنیوی په موخه دی ورسره مرستی وکړی.

هېره دی نه وی، چی د ولایت مقام په هلو ځلو د تیری شنبې ورځی راهیسی د ملک سلمان خیرئیه بنسټ له لوری د مرستو سوو خوراکی توکو د ویش لړۍ هم روانه وه، چی د سې شنبې په ورځ پای ته ورسیدل  او پر مهال د ۴ زره بې بضاعته، داخلی بې ځایه سوو، بیرته راستنو سوو او د شهیدانو له کورنیو سره ۷ قلمه خوراکی توکی مرسته وسوه.

خبریال: احمد بهیر احمدی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *