کور / خبرونه / ولسی تړون پروګرام خلکو ته دکار زمینه برابره کړی  – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

ولسی تړون پروګرام خلکو ته دکار زمینه برابره کړی  – کندهار ملي راډیو تلوېزیون

[ad_1]

د ولسی تړون د ملی پروګرام مسوولین وایی چې دا پروګرام په هیواد کی د بیارغونی تر څنګ د کارموندنی لپاره هم ښه شرایط برابر کړی دې، پر همدې مهال ځایی اوسیدونکی د دغه پروګرام له تطبیق څخه خوښ دی او د پراختیا غوښتنه یې کوی.
د ولسی تړون لس کلن ملی پروګرام چې د افغان حکومت د بیلابیلو وزارتونو له خوا عملی کیږی د هیواد ټولې ولسوالۍ به تر خپل پوښښ لاندی راولی او د مسوولینو په خبره خلکو ته به لومړنۍ ټولې اسانتیاوی برابر کړی.
دغه پروګرام چې اوس یې لومړۍ مرحله روانه ده د زابل ولایت په مرکز کلات او شهرصفا ولسوالۍ کې د پلې کیدو په حال کی ده او د لسګونو پرمختیایی پروژو کارونه یې پیل سوی دی .


د دغه پروګرام ولایتی مسوول محمد اشرف غیرت له کندهار ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې په دوو ولسوالیو کی یې ۳۰۰ شوراګانې جوړی کړی دی اوپه ۱۳۹۸ کال کې پروژې هم منظوری شوی دی چې د ځینو کار یې پیل شوی دی او دځینو به ورسته پیل شی.
د غیرت په خبره په دې پروژو کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی او د خلکو پر اقتصاد به ښه تاثیر وکړی.
د ولسی تړون د پروګرام مسوولین وایی چې پنځه بیلابیل پروګرامونه د دوۍ له خوا عملی کیږی چی هر یو یې یوه ځانګړی قشر تر پوښښ لاندی نیسی .
د اشرف غیرت په خبره د اقرا په نوم پیل شوی پروګرام په یوه برنامه کی د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا لپاره کار کیږی او سږ کال به د دغه پروګرام له خوا د زابل په ټولو ولسوالیو کې ۷۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړی شی .


د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکی دغه پروګرام ډیر ګټور بولی او زیاتوی چی د بیا رغونې تر څنګ دوۍ پکی د کار کولو زمینه هم برابره شوی ده .
د دې ولایت د شهرصفا ولسوالۍ دوو تنو اوسیدونکو چی په کلی کی یې د ولسی تړون د پروګرام له لاری د ویالی دجوړیدو چاری روانی دی وایی دا پروژه یې د باغونو او کښتونو د پایښت لپاره ډیره مهمه ده او دوی له حکومت څخه خوشحاله دی چې شاوخوا یو نیم میلون افغانی یی د دوی د ویالې د جوړیدو لپاره منظوری کړی
د زابل ولایت په دوو بیلابیلو ولسوالیو کې په داسی حال کې د ولسی تړون د پروګرام مربوط د یو شمیر پروژو د پیل څخه خبر ورکول کیږی چې په دې ولایت کې لا هم زیاتی سیمی له پرمختیایی خدماتو محرومی دی.

خبریال: محبوب حکیمی

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *