کور / خبرونه / موټربم برید غزني کې د پولیسو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې – KHABARIAL.COM

موټربم برید غزني کې د پولیسو په ګډون ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې – KHABARIAL.COM

[ad_1]

خبریال ویب پانه غزني – ۲۲ مۍ ۲۰۱۹: د غزني ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکړی دی په یاد ولایت کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوي او پنځه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې دا خونړی موټر بم برید نن شاوخوا دوه بجې د غزني ښار اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ملي اردو د دریم کنډک مخې ته رامنځته شوې ده.

یاده پېښه د غزني امنیه قومندانۍ تایید کړې او ویل دی چې یو هاموې ټانک چې له چاودېدونکو توکو ډک وو ښار ته تر داخلېدو وړاندې د پولیسو تر پېژندلو وروسته چاودنه کړې ده. د دوی پر وین په دغه چاودنه کې دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوي دي.

بلخوا د غزني د ملکي روغتون مسوولینو خبر ورکړی دی چې له دې پېښې ورته ۱۵ ټپيان وروړل شوي دي. د دې مسوولینو پر وینا په ټپيانو کې پنځه پولیس او ۱۰ ملکي وګړي شامل دي.

د سیمي خلک بیا وایې چې د برید غږ ډېر دروند وو ممکن زیاته مرګ ژوبله اوښتې وي د غزني نور چارواکي لاهم د پېښې په تړاو څه نه وایې. خو په سیمه کې د خبريال ډاټ کام همکاران هم وایې چې چاودنې غږ ځواکمن و خو موټر بم ژر په نښه شوی او له منځه تللی دی.

د دغې چاودنې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی.

د یادونې وړده د غزني په ګډون په ډیری ولایتونو کې د روژې په دې مبارکه میاشت کې هم وخت ناوخت د وسله والو طالبانو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړې ترسره کېږي چې په نتیجه کې د دواړو لوریو په ګډون ملکیانو ته هم مرګ ژویله اوړي.



[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *