کور / خبرونه / د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ به د ولسي جرګې د ریاست لپاره بیا ټاکنې وشي – KHABARIAL.COM

د دوه مخکښو نوماندانو ترمنځ به د ولسي جرګې د ریاست لپاره بیا ټاکنې وشي – KHABARIAL.COM

خبریال ویب پاڼه کابل – ۱۶ مۍ ۲۰۱۹: نن ورځ د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره د څلورو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې یو هم ټاکل شوې ۱۲۲ رایې پوره نکړې خو په دې کې دوه نوماندانو تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې چې سبا نه بله ورځ شنبه به د دواړو ترمنځ یو ځل بیا په دوهم پړاو کې ټاکنې ترسره شي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره څلور نوماندان ولاړ وو، چې د ټاکنو په ترڅ کې میررحمان رحماني ۷۵ رایې، کمال ناصر اصولي ۶۹ رایې، میرویس یاسیني ۵۹ رایې او عمر نصیر مجددي اوه رایې ترلاسه کړې وې.

نن، د ولسي جرګې د اولسمې دورې په لومړۍ عمومي غونډه کې ۲۴۲ وکیلان حاضروو د وکیلانو د شمیر له مخې د جرګې د ریاست لپاره ۱۲۲ رایو ته اړتیا وه، چې هیڅ یو نوماند هم ترلاسه نه کړې.

د ولسي جرګې د قانون له مخې هر کله چې د نوماندانو له ډلې په لومړني پړاو کې یوهم بریالی نه شي بیا نو دویم پړاو ته خبره ځي چې په دویم پړاو کې به یوازې دوه مخکښ کاندیدانو ته رایه بیا له سره اچول کېږي چې ګټونکی به د ولسي جرګې رئیس معرفي شي.

د افغانستا د اوولسمې دورې پارلمان تېره میاشت و د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لورې پرانستل شو خو د غزني ولایت ټاکنې لاهم نه دي تررره شي.

د یادولو ده په افغانستان کې ولسي جرګه ۲۵۰ غړي لري، چې ۶۸ یې ښځې دي.




Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *