Home / خبرونه / افغانستان / په پکتیکا کې زرګونه لاریون کوونکي:د پکتیکا امنیتي چارواکي د امنیت په ټینګښټ کې پاتې راغلي

په پکتیکا کې زرګونه لاریون کوونکي:د پکتیکا امنیتي چارواکي د امنیت په ټینګښټ کې پاتې راغلي

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې وړم ماښام وسله
والو غلو
دوه هټيوال وژلي او یو بل یې ټپي کړی، زرګونو کسانو پرون په پکتیکا کې
د دې پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ

کابل – زرګونه لاریون کوونکو په پکتیکا کې د وسله والو غلو له‌خوا د دوو کسانو د وژل کېدو په غبرګون لاریون وکړ او امنیتي چارواکي یې د امنیت په ټینګښت کې په ناکامۍ
تورن کړل.

لاریون کوونکي وايي چې وسله والو غلو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې وړم ماښام
دوه هټيوال وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.لاریونوال وایي په دې وروستیو کې له ښار سره په نږدې ځایونو
کې د غلو له لوري په یو زیات شمیر کې هټيوال او نور خلک لوټل شوي دي.

د قهرجنو لاریونوالو له ډلې ځينې نور يې بیا
سیمه ییز پولیس تورنوي چې په یاده قضیه کې لاس لري او په قول يې چې تر
دې  وړاندې غلاوو
کې هم همدوی ښکیل وو.

دوی څرګندوي چې که عاملینو ته کلکه سزا ورنکړل شي، پراخو
لاریونونو ته به دوام ورکړي او د څو ورځو په تېریدو به چاته اجازه ورنکړي چې بازار
خلاص کړي.

د دوو وژل شویو کسانو پلار حاجي نیازخان وايي له ده سره د
شوي ظلم باید جدي څيړنه وشي او قاتلین يې باید علني سزا وویني.هغه وویل له دواړو زامنو يې دوه
دوه مېرمنې درلودې او د هر یوه يې نږدې لس کوچني ماشومان پاتې شول.

خو د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزی وایي په ټول توان هڅه کوي تر څو د یادې پېښې عاملین
ژره تر ژره د قانون منګلولو ته وسپاري.امنیه قوماندان وایي دا یوه ځانګړې ډله ده چې په وروستیو ټولو غلاوو کې ښکیل دي، خو پولیس به
ډير ژر دا ډله د قانون منګلولو ته سپاري او کلکه سزا به وویني.




Source link

خپرندوي ويسا

Leave a Reply