کور / خبرونه / په سریلانکا کې د مسلمانانو پر خلاف براخه  بریدونه پیل شوي دي.

په سریلانکا کې د مسلمانانو پر خلاف براخه  بریدونه پیل شوي دي.

 

د بي بي سي د خبر له مخې  پدې برید کې فابریکې  د پام وړ زیان  لیدلی او په داخل کې ټول توکي سوځول شوي دي .

د بله پلوه  د سريلانکا اسقف اعظم  مالکولم کاردینال رنجیت  د اپریل د ۲۱ مې نیټې  د ترهګریو  بریدونو نه وروسته  په هیواد کې ترسره شوي او روان د اسلام ضد  بریدونه په کلکو ټکو وغندل. هغه په هیواد کې د ټولو دینونو په لارویانو او توکمونو په غړیو د یووالي او اتحاد غږ وکړ.

کاردینال  رنجیت  ویلي دي چې په هیواد کې باید د مسلمانانو پر خلاف روان بریدونه هر څه ژر ودرول شي. همداشان  هغه پر مسلمانانو غږ کړی دی چې ددې ډول  ډارونکو او ضد انساني بریدونو  نه مه ډاریږۍ  او د صبر نه کار واخلۍ.

هغه ویلي دي چې  د سریلانکا تامیل، مسلمان ، عیسوي، بودیست او هندو  ټول یو وجود  دی. هغه ویلي دي چې  یو داسې سریلانکا باید ټول په ګډه  جوړه کړو چې ټولو دینونو  لارویان  او توکمونه پکې د یو وجود  د غړیو په توګه  په ګډه  او د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړو.

هغه ویلي دي چې د اپریل د ۲۱ مې فاجعه او پیښې  د هیواد په تاریخ کې  یوه  توره  پاڼه وه  چې باید وتړل شي. اوس  وخت  د یووالي او اتحاد دی. هر سړی باید خپل احساسات کنټرول کړي  او د اتحاد په خاطر کار وکړي. راځۍ په ګډه ټول  ددې لپاره کار وکړو. حالات تر کنټرول لاندې راولو.

کاردنیال  رنجیت  په هیواد کې د مسلمانانو اړوند  په دوکانونو او جوماتونو  د بریدونو نه په یادونې سره وویل «  مونږ  وینو چې بعضې ډلې په دوکانونو او معبدونو بریدونه کوي. مونږ  پدې ډلو  غږ کوو چې هر څه ژر ددې کار نه لاس واخلي. مونږ  پدې ښه پوهیږو چې  دا مسئله  سیاسي  ریښې لري. مونږ  په هیواد کې په ټولو سیاسي مشرانو ، د هغوې په پلویانو غږ کوو چې حالات  تر کنټرول لاندې راولي  او د قانون پر خلاف  د کړونو او چلند نه لاس واخلي. »

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د سریلانکا په شمال لویدیځ کې  د پوتالام  په ښار کې یو تن  ۴۵ کلن  مسلمان د اسلام دښمنو ډلو لخوا د چړو په برید ووژل شو چې ددې پیښې نه وروسته  پدې ښار کې  ګرځبند  اعلان شو.

د نوموړي برید  په تړاو  په دریو ښارونو کې  د دریو مدني ټولنو د مشرانو په ګډون ۷۴ تنه  نیول شوي دي.

د ویلو ده چې  په سریلانکا کې د اپریل په ۲۱ مه نيټه  د مسیحیانو د پاسکالیا د اختر پر مهال  په دریو لویو کلیساګانو او ۳ لوکسو هوټلونو په ګډون  ۹ جلا جلا چاودنې او بریدونه وشول چې په پایله کې په لسګونو تنو ژوند لاسه ورکړ.

ددې پیښې نه وروسته  تیره اونۍ  ځینې اسلام دښمنو ډلو  د چیلاو په ښار کې د مسلمانانو اړوند  یو زیات شمیر دوکانونه او جوماتونه  تخریب  کړل.


Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *