کور / خبرونه / جګړه تودېږي؛ د هند او پاکستان دفاعي لګښتونه پر ډېرېدو دي – کندهار ورځپاڼه

جګړه تودېږي؛ د هند او پاکستان دفاعي لګښتونه پر ډېرېدو دي – کندهار ورځپاڼه

د سهیلي آسیا د دوو لویو هيوادونو، هند او پاکستان دفاعي لګښتونه پر ډېرېدو دي، حال دا چي له دغو دواړو هيوادونو څخه یو هم عملاً په جګړه کي ښکيل نه دی. په ۲۰۱۸ کال کي د پاکستان دفاعي لګښتونه ۱۱ سلنه لوړ سوي او څه باندي ۱۱ ملیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
په هند کي هم دفاعي لګښتونه څه باندي درې سلنه لوړ سوي او اوس یې خبره د کاله ۶۶ ملیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
دا شمېرې په سویډن کي یو څېړنیز مرکز له خوا په تازه رپوټ کي خپرې سوي دي. دې څېړنیز مرکز په خپل رپوټ کي ویلي، په ۲۰۱۸ کال کي د نړۍ د ټولو هيوادونو دفاعي لګښت ۱۸۲۲ ملیارده ډالرو ته رسېدلی و.
په دې کال کي امریکا، چین، سعودي عربستان، هند او فرانسه هغه هيوادونه وو چي پر خپله دفاع یې تر ټولو ډېري پیسې لګولي دي.
همدا پنځه هيوادونه بیا د ټولي نړۍ د دفاعي بودجې ۶۰ سلنه جوړوي. د څېړنیز مرکز په رپوټ کي ویل سوي، یوازي امریکا او چین د ټولي نړۍ د دفاعي بودجې نیمایي برخه لګوي.
د دفاع په برخه کي امریکا هر کال ۶۴۹ ملیارده ډالر لګوي، او د ۲۰۱۷ کال په پرتله تېر کال په کښي ۴ سلنه ډېروالی راغلی.
چین بیا تېر کال پر خپله دفاع ۲۵۰ ملیارده ډالر لګولي وو، چي د ۲۰۱۷ کال پرتله په کښي پنځه سلنه ډېروالی راغلی و.


Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *