کور / خبرونه / ننګرهار کې د یو قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي – Enikass Radio

ننګرهار کې د یو قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي – Enikass Radio





تېره شپه د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند په نکړ خېلو سیمه ځانګړي عملیات ترسره کړي چې  په ترڅ کې د یو قوماندان  په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې یو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست څخه انعکاس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې د یو قوماندان په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نیول شوي دي، د دې ډلې یو مرکز چې سپکې او درنې وسلې هم پکې وي له منځه وړل شوي دي.

د یادو عملیاتو پرمهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.



Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *