کور / خبرونه / د لویې جرګې پایلې به د سولې لپاره تګ‌لاره وګرځي – کندهار ورځپاڼه

د لویې جرګې پایلې به د سولې لپاره تګ‌لاره وګرځي – کندهار ورځپاڼه

[ad_1]

د جرمني چارواکي وايي، د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې پایلې او سپارښتنې به د سولې لپاره یوه تګ‌لاره وګرځي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نایلس انین د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داوودزی سره د لیدنې پر مهال د دغې جرګې د پایلو او سپارښتنو پر سر ټینګار کړی دی.

عمر داوودزی په رسمي سفر د سولې خبرو لپاره جرمني تللی او دا خبره یې نن سهار په یوه ټویټ کې کړې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور په نهمه په کابل کې وسوه، چې ۳۲۰۰ تنو پکې ګډون درلود.

د ولس استازیو طالبان او حکومت اوربند ته وبلل او دواړه لوري یې وهڅول چې د مسایلو د حل لپاره سره خبرې وکړي.

[ad_2]
Source link

خپرندوی admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *