Home / ډيوه راډيو

ډيوه راډيو

د تاؤ تريخوالي کمول اوربند او پايدارې سولې ته د رسېدو ګام دی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي “دا چې طالبانو د تاؤ تریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اور بند او پايدارې سولې ته د رسېدو دپاره مهم ګام دی”. په افغانستان کې د سولې د خبرو د موافقنامې په موخه د تاؤ تريخوالي کمولو اوونۍ نن د …

بشپړ

ترکي ولې په چين کې د ویغور مسلمانانو سره په روان زياتي غلی دی؟

واشنګټن ـــ د چين له خوا په سينکيانګ صوبه کې د ويغور مسلمانانو سره په روان تشدد د نړۍ اکثره هېوادونه نيوکې کوي خو څېړونکي وايي د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو په خاطر ترکي په دغه تشدد سترګې پټې کړې دي، هر څه که د ويغور مسلمانانو کلتوري، ژبني …

بشپړ

په جرمني کې پولیس وايي نسل پرست حمله کوونکي ١٠ کسان او خپل ځان وژلی

د جرمني په هاناو ښار کې مسلح حمله کوونکي په ډزو ١٠ کسان وژلي او خپل ځان وژلی دی. پولیس ویلي حمله د نسل پرستۍ په بنیاد شوې ده ځکه چې حمله کوونکي تن سخت دریځه نظریات لرل. پولیس ویلي ۴٣ کلن جرمن شهري د فرېنکفرټ ښار سره نژدې د …

بشپړ

هند له امریکا د ۲.۶ بیلینو ډالرو په ارزښت د څرخي الوتکو د اخیستلو پلان تصویب کړ

واشنګټن ډي سي: د هندوستان کابینې داسې یو پلان تصویب کړ چې پرې له امریکا څخه څرخي الوتکې واخلي. د هندوستان یوې حکومتي سرچینې دغه خبره د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکړه خو په دې اړه یې نور مالومات ور نه کړل. د رویټرز خبري ادارې په روانه میاشت …

بشپړ

پمپیو به له سعودي مشرانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې کوي

واشنګټن ډي سي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، دی پلان لري چې له سعودي عربستان څخه د خپل سفر پر وخت به له سعودي مشرانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې وکړي. پمپیو به چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو درې ورځني …

بشپړ

په کرونا وایرس د مړو شمېر ۲۰۰۴ ته ورسېد

واشنګټن ډي سي: په کرونا وایرس باندې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۷۵۰۰۰ څخه زیات شوی. د جاپان سره نږدې له هغې کښتۍ څخه په سلګونو کسانو ته د وتلو اجازه ورکړل شوې چې د تېرو دوو اونیو راهیسې قرنطین شوې …

بشپړ

په کرونا وایرس ۷۲۰۰۰ کسان اخته او ۱۹۰۰ مړه شوي دي

واشنګټن ډي سي: چینايي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په وژونکي کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۷۲۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۰۰ ته نږدې شوی دی. په دغو نویو شمېرو کې ۹۸ نوې مړینې او …

بشپړ

پاکستان ناکامه شوی چې په خبریالانو حمله کوونکي سزا کړي، د صحافت د تحفظ اداره وايي

واشنگټن —  د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ویلي پاکستان ناکامه شوی چې په خبریالانو په حملو کې ککړو خلکو ته سزاگانې ورکړي. په نیویارک کې مېشته ادارې دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان په سند صوبه کې …

بشپړ

د سولې وروستۍ پریکړه به د افغانستان خلک کوي

کابل —  د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي د سولې په اړه د وروستۍ پریکړې واک د افغانستان خلک لري او په اړه به یې پریکړه هم د هغوی لخوا کیږي. نوموړي د بیلابیلو امنیتي ادارو د مشرانو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي ناټو او نړیواله …

بشپړ