پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / کورنیو چارو وزارت:جنرال جرات دې دولت ته وسلې، موټرونه او وسلوال وسپاري

کورنیو چارو وزارت:جنرال جرات دې دولت ته وسلې، موټرونه او وسلوال وسپاري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال جرات ته ٧٢ ساعته وخت ورکړی چې دولتي وسلې او موټرې دې حکومت وسپاري. یاد وزارت ښاغلی جرات د نا مسؤله وسلوالو په درلودلو تورن کړ، چې په کابل کې د قانون ماتونې او ګډوډۍ لامل شوي دي.

پولیسو د نوموړي کور د څو ګړیو لپاره محاصره کړی وو.

خو د هغه دفتر وایي چې تر اوسه ورته د کورنیو چارو وزارت له لورې رسماً خبر نه دی ورکړل شوی.

د کورنیو چارو وزارت له ښاغلي جرات غوښتي چې ١٣ میله بېلابېلې وسلې او شپږ دولتي موټرې دې بېرته حکومت ته وسپاري.

له یاد وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راځي چې له ښاغلي جرات سره دوه هاموي موټرونه، دوه رېنجر، دوه تېز تلونکي موټرونه، دوه دهشکې ، لس میله کلاشنکوف او یوه تفنګچه پاتې ده.

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي ښاغلي جرات سره شته وسایل په حکومت پورې اړه لري او ژر تر ژره دې د کابل امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شي. ښاغلی رحیمي دا راز وایي چې ښاغلی جرات نا مسؤله وسلوال هم لري چې ژر باید د کابل امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي