جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / کنګز اليون پنجاب: مجيب بېرته راځي

کنګز اليون پنجاب: مجيب بېرته راځي

مجيب الرحمان

له هغه وروسته چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې نوموتې او ښايستوکې فلمي ستورې پريتي زنټا د افغانستان له مخکښ ورو توپ اچوونکي مجيب الرحمان سره په پښتو ژبه کې خبرې وکړې، اوس يو ځل بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې، چې مجيب الرحمان پکې لوبېږي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه د مجيب الرحمان عکس خپور کړى او په پښتو کې يې ورته ليکلي ((مجيب بيرته راځي)).

مجيب الرحمان چې د هند په تجارتي ليګ کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي او تر دې مهاله پورې په دغه ليګ کې ډېر ځلېدلى هم دى، خو بيا هم ځينې وخت په لوبو کې نه وي اخيستل شوي، ښايي لامل يې دا وي چې کنګز اليون پنجاب ځينې نور تکړه توپ اچوونکي هم لري او هغوى ته هم په لوبو کې چانس ورکوي.

خو د نننۍ لوبې نه مخکې، چې کنګز اليون پنجاب له راجستان رايلز سره لوبه کوي، د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په خپل پوسټ کې په پښتو ژبه کې ليکلي دي چې (مجيب بيرته راځي) او د مجيب الرحمان د توپ اچوونې يو عکس يې هم ورسره خپور کړى دى چې خلکو ډېر زيات خوښ کړى دى.مجيب

د هند تجارتي ليګ کې دوه نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي، راشد خان او محمد نبي چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي او دواړو د يادې لوبډلې لپاره ښې برياوې هم راوړي دي او په آى پي ايل لوبو کې ښه ځلېدلي دي، خو دا لومړى ځل و چې د افغان مجيب الرحمان له برکته د دغه لوبډلې مالکې پريتي زنټا پښتو زده کړه او له نوموړي سره يې په پښتو ژبه کې خبرې وکړې.

د پريتي زنټا دغه ويډيو، چې پکې له مجيب الرحمان سره په پښتو ژبه کې خبرې کوي، په زرګونو افغانانو بيا بيا خپره کړه او ډېرى افغانانو ترې مننه هم وکړه، چې په پښتو ژبه يې له مجيب الرحمان سره خبرې کړي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه