پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / کندوز کې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د کندوز ولایت روغتیايي کارکوونکي وايي چې له تېرو دوه ورځنیو جګړو له کبله چې د کندوز ښار په لمنو کې شوې تر دې دمه ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د کندوز د سیمه ییز روغتون مشر نعیم منګل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دی ، چې د جګړې له کبله دوی ته ۸ مړي او ۶۲ تنه زخمیان وروړل شوي دي ، نوموړي د فرانس پرېس سره په خبرو کې دا نه دي ویلي چې په وژل شویو او ژوبل شوی ټول ملکیان دي او که نظامیان هم مو شته دي .

منګل په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي .

وسله والو طالبانو تېره ورځ د نورو ولایاتو تر څنګ د کندوزښار په څنډو کې هم په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي ، چې د کندوزولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې دواړو خواووته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې ندی معلوم .

د کندوز ولایت د رسنیو دفتر څخه خبریال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونه  په شاه تنبولی او اوس د کندوز په ښار کې نسبي ارامي ده .

د رویټرز د معلوماتو له مخې د الفتح د عملیاتو د اعلانېدو سره سم د کندوز ولایت سربېره د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې حملې شوې دي چې دواړو خواووته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده .

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه