پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / کندهار کې په بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده

کندهار کې په بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو اړوند د غوڅ ملاتړ ماموریت پر سرتېرو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او ٤ سرتېري یې ټپيان کړي دي. پېښه پرون تر غرمې وروسته هوايي ډګر ته څېرمه په میانجوی سیمه کې شوې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ویلي، بهرني ځواکونه په دغه ساحه کې په ګزمه بوخت وو چې پر پوځي موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده. هغه زیاته کړه، په دې چاودنه کې موټر ویجاړ شوی او ۲ بهرني سرتېري ژوبل شوي دي. په سوېل کې د ناټو د قاطع ماموریت مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په پېښه کې ۲ رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي. د رومانيا د دفاع وزارت بیا اعلان کړى چې د کندهار په نننۍ پېښه کې د دوى څلور پوځيان ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت اخیستی دی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews