سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / News / کندهار: د عامه ساتنې د قطعې قومندان وژل شوی

کندهار: د عامه ساتنې د قطعې قومندان وژل شوی

هندوکش – کندهار: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د عامه ساتنې قومندان زمری خان، د زمري خان د ساتونکو قومندان ملا ګل د کاکړو قومي مشر شاه ولي خان او یو بل تن وژل شوی دی.
یاده پیښه نن ماښام مهال د ارغنداب اړوند په ګل کلاچه کلي کې رامنځته شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د سړک غاړې د ماین چاودنه وه.
د کندهار ځایي خبریال صدیق الله افغان بیا وایي چې چاودنه د هغه ماین له امله رامنځته شوې چې سیمې ته له رسیدو سره سم د باغ په خوله کې ځای په ځای شوي ماین ته چاودنه ورکړل شوه.
د پیښې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی.
ننګیالي کوهنورد

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan