جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / کجکي کې طالبان وژل شوي

کجکي کې طالبان وژل شوي

هندوکش – هلمند: هلمند کې د تیرې شپې جګړې له امله پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه د هلمند کجکي ولسوالۍ کې شوې ده چې په مهال یې درې طالبان وژل شوي او دوه نورټپيان دي.

جګړه هغه مهال شوې چې طالبانو غوښتل پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

افغان ځواکونه چې اوس بیداره دي د طالبانو هر برید له ماتې سره مخ کوي او طالبانو ته ځاني تلفات اړوي.

هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې طالبان پکې په قاچاق بوخت دي او هغه پوستو باندې بریدونه کوي چې د قاچاق مخه نیسي.

ننګیالۍ کوهنورد

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali