دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Hot News / کارپوهان: حکومت د بلخ امپراتوري ړنګه کړه

کارپوهان: حکومت د بلخ امپراتوري ړنګه کړه

هندوکش – کابل: د سیاسي چارو شنونکي د بلخ د امپراتورۍ ړنګیدل د حکومت یو داسي پلان په ګوتو کوي چې د ملک په کچه زور وکانو او ټوپک سالارنو یو تاریخي درس ګڼل کیدای شي.

عطا محمد نور ته چې یو مهال د بلخ امپراتور لقب ورکول کیده اوس د شطرنج د لوبي د یوې سوځيدلي پیاده( سرتیري) په توګه کتل کیږي.

نوموړی چې د کرزي د واکمني پرمهال د کلونو لپاره د بلخ والي پاتي شوی وو، د مرکزي حکومت اکثریت اوامر یي نه منل او ټولي عیداتي او پوځي سرچیني یي تر خپل واک لاندی راوستي وي او دخپلو شخصي اهدافو لپاره یي کارولي.

هغه د یوه سیاسي توافق له مخي د مرکزي دولت له لوري له بلخه بي واکه او کابل کې ورته یو شمیر امتیازات ورکړل شول چې اوس په بي ساري توګه څنګ ته وهل شوی دی.

د سیاسي چارو مبصرین په بلخ کې د نوي امنیه قوماندان پر ضد دعطا د پلویانو بغاوت د عطا محمد نور د سیاسي خامتیا یوه روښانه بیلګه ګڼي او په دغه برخه کې د مرکزي دولت پالیسۍ او پلانونه بریالي بولي.

د سیاسي چارو مبصر عصمت الله غلجي خبریال ویب پآڼي ته وویل: اشرف غني احمدزي او په ټوله کې مرکزي حکومت عطا محمد نور په ډیره ماهرانه توګه لومړی د بلخ له ولایت څخه را وپرزاوه او وروسته یي بیا په یوه ډیر پیچلي او پاخه سیاسي تدبیر داسي څنډي ته کړ چې حتی اکثریت پلویان یي هم اوس ترینه اوښتي دي.

د شمال بیلیونر عطا محمد نور د جمیت  ګوند د مرکزي شورا عمده غړی دی.

خو کارپوهان د هغه وروستی کردار ماشومانه بولي او اوس په دې مطلق باور دي چې نوموړی نور د افغانستان په سیاست کې یوه ماته شوي څیره ده چې په بي ساري توګه یي خپل ځآی له لاسه ورکړی او د انزوا په لور روان دی.

هغه که څه هم په انتخاباتي لوبو کې د حنیف اتمر پلوی کوي لیکن داسي ښکاري چې دی او اتمر دواړه په خپلو وروستیوکړنو په ټولنه کې خپلي ستني ړنګي کړي او د هیڅ راز باور وړ کسان نه شمیرل کیږي.

سرچینه: خبریال

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali