چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / افغانستان / ښايي د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو شي

ښايي د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو شي

که طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې پيل نه کړي، ښايي د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو شي. واشنګټن ایکزماینر په خپله یوه اوږده مقاله کې د افغانستان سولې ته کتنه کړې ده. سرچینه زیاتوي امریکا له طالبانو سره مهم او هر اړخیز بحثونه لرلي دي، خو تر دې دمه دغه هوکړو او بحثونو ته هیله نه ده په کار. په مطلب کې راځي په افغانستان کې ډېری مسایل ان په وروستیو دقیقو کې له منځه تللي دي او ډېرې هوکړې ان تر لاسلیک وروسته بې عمله پاتې شوې دي. سرچینه کاږي د افغانستان د سولې د راتګ تر ټولو مهم اصل هم دا دی، چې طالبان او افغان حکومت له یو بل سره خبرې وکړي او د واضح، اوږدو او هر اړخیزو خبرو پر مټ په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. واشنګټن ایکزماینر اندېښنه ښيي، چې که طالبان یا افغان حکومت مخامخ خبرو ته حاضر نه شي او له یو بل سره منطقي خبرې و نه کړي، ښايي د سولې ټولې هڅې په سیند لاهو شي. نشریه وايي ددې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل نه شي، دا تر ټولو معقوله لار ده، چې دواړه لوري نرمښت وښيي او مخامخ مذاکرات پيل کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews