پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / ډاکټر عبدالله عبدالله پښتو ژبې ته سپکاوی وکړ

ډاکټر عبدالله عبدالله پښتو ژبې ته سپکاوی وکړ

ډاکټر عبدالله عبدالله

په افغانستان کې دوه ژبې (پښتو او دري) ملي ژبې دي او د قانون پر اساس باید هر څوک دواړه ژبې زده کړي، بيا په ځانګړې توګه هغه خلک چې په دولتي دندو ګمارل شوي دي او يا هم په داسې برخو کار کوي، چې له خلکو سره ليدل او مخامخ کېدل ډېر وي، خو د افغانستان اجراییه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په ښکاره له پښتو ژبې سره خپل تعصب ښکاره کړ او له امریکا غږ اشنا تلويزيون، چې پښتو تلویزیون دی، د مرکې پر مهال يې ورته وویل چې که په پښتو ژبه کې ترې پوښتنه کوي نو دی به ورته ځواب نه ورکوي.

په افغانستان کې ژبني تعصب ته تل په لوړو چوکيو ناستو خلکو لمن وهلې ده او هڅه يې کړې ده چې خلک د ژبې په لحاظ بيل کړي او د يو بل پر ضد يې کړي، چې دا هم د ډاکټر عبدالله عبدالله نوې هڅه ده چې غواړي پښتانه او دري ژبي سره بيل کړي او ترمنځ يې تعصب ته لمن ووهي.

د افغانستان په مهمه څوکۍ ناست ډاکټر عبدالله عبدالله چې له پښتو ژبې ويلو څخه انکار کوي، نو په دې کې څه لامل کېدای شي، ځکه هغه په پښتو ژبه روانې خبرې کولای شي او هېڅ ستونزه نه لري، خو بيا هم له پښتو ژبې ويلو څخه انکاري کېږي.

ټاکنو ته ورځې نږدې دي او په داسې وخت کې د سياسي اړتيا او څوکۍ لپاره هم دا لازمه ده چې باید د ولس د راخپلولو لپاره هر هغه څه وشي، چې د خلکو کرکه راونه پاروي، خو په داسې وخت کې هم ډاکټر عبدالله عبدالله پښتو ژبې ته سپکاوی کوي او د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه کوي او پښتو ژبې ته سپک ګوري.

د ډاکټر عبدالله عبدالله دې کار پښتانه سخت غوسه کړي دي، په ټولنيزو رسنیو یو شمېر فعالانو ليکلي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله او د دوی نور همډلې کسان ټول عمر په دري غږېږي، ليکنې او پوسټونه په دري کوي او له پښتو ژبې سره خپل تعصب ښکاره کوي، چې دوی ته هېڅ د منلو وړ نه ده.

په افغانستان کې په دولتي ادارو کې دا خبره له ډېر وخت راهيسې راروانه ده چې په دولتي ادارو کې پښتو ژبې ته ځای نه ورکول کېږي او آن په ليکلې بڼه خو لا پرېږده، په دولتي ادارو کې څوک له مراجعینو سره په پښتو ژبه خبرې هم نه کوي، حال دا چې د افغانستان ډېر شمېر نفوس پښتانه دي او ډېری يې چې له کليوالي سيمو څخه ښار ته د کارونو لپاره راځي، نو هغوی له دري سره پوره بلدتيا نه لري.

که ستاسو ياد شي د اجراییه ریاست له منځ ته راتګ سره سم ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي و چې د ده ادارې ته به هېڅوک په پښتو مکتوب نه رالېږي او ټول مکتوبونه به یوازې په دري ژبه راځي، چې له یوه مهم دفتر څخه د پښتو پر وړاندې د تعصب لويه نمونه وه.

تېرو ورځو کې ولسمشر غني امر وکړ چې د کابينې ټولې غونډې دې د دري ژبې تر څنګ په پښتو هم ليکل کېږي، همدا راز په نورو برخو کې يې هم د پښتو ژبې په اړه خبرې وکړې او وې ويل چې باید دواړو ژبو ته پوره پاملرنه وشي.

اوس چې د سولې او لويې جرګې خبرې روانې دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون يو شمېر نور سياستوال او ټاکنيز ټيمونه وايي چې دوی په دغه جرګه کې ګډون نه کوي نو اوس يې د پښتو ژبې سره تعصب ته هم لمن وخوروله.

د امریکا غږ اشنا تلویزیون خبریال شکیب دوست وايي چې اجراییه رییس ونه غوښتل چې مرکه په پښتو ژبه وکړي او حتی له ده څخه یې وغوښتل چې مرکه یوازې په دري ژبه چمتو کړي.

نو څنګه کېدای شي چې یو کس چې په پښتو ملي ژبه خبرې نه کوي او یا یې هم نشي کولی د افغانستان د اجراییه رییس په توګه وګمارل شي دا به دافغانستان په تاریخ کې له افغانانو سره یوه لویه جفا وي . له دې نه دا هم جوتیږي چې اصلا دی د سولې طرفداره نه دی  چې ګواکې پښتانه به یو ځل بیا اقتدار ته ورسیږي او د دوی پر واکمنۍ به سیوری وغوړي، نو له همدې کبله دی هم نه غواړي چې له پښتنو سره سوله څه آن په پښتو ژبه هم خبرې وکړي، ځکه که دوی سوله وکړي نو ښايي د دوی سره حساب او کتاب وشي او د سیاست څخه به څنډې ته بوتلل شي، نو په یو ډول نه یو ډول د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.

له ټول ولس څخه مې همدا غوښتنه ده چې باید د داسې خلکو پر ضد راپاڅېږي او د دوی مخنیوی وکړي، ځکه چې دا خلک که يوې خواته د سولې خنډ دي، نو بلخوا ته د ولسونو ترمنځ تعصب او کرکې خورولو ته هم لارې جوړوي.

لیکوال : بریالی زمری

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه