شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / څنګه د ماشومانو د اختطاف او ځورونې مخنیوی وکړو؟

څنګه د ماشومانو د اختطاف او ځورونې مخنیوی وکړو؟

آغا ملوک سهار

په افغانستان کې هره ورځ له یو تر دریو ماشومان اختطاف کیږي او د ورځې په سلګونه ماشومان له جنسي او اروایي اړخه ځوریږي. د کال په سلګونه ماشومان د ماین په چاودنو، ټرافیکي پیښو، ناوړه چاپیریال ستونزو او نورو برخو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ماشومانو د خوندیتوب اداره “سېو ده چلډرن” وایي، د نړۍ تر نیمایي ماشومان له بې وزلۍ او جګړې کړېږي، او له نجونو سره توپيري چلند کېږي. ۲۴۰ ملیونه ماشومان په داسې هېوادونو کې اوسي چې جګړه پکې روانه ده، و له هغو یې يو افغانستان دى.

په افغانستان کې تر ډیری هغه ماشومان هم ځوریږي، چې د پانګه والو، چارواکو او  په ټوله کې په  کورنیو پورې اړه لري، چې د ژوند کچه یې ښه ده.

د هیواد شاوخوا ۶۷٪ نفوس ځوانان تشکلوي، چې ددې لوړې سلنې لویه برخه هم ماشومان دي. په کابل کې او ولایتونو کې په لسګونه زره کورنۍ د اختطاف او ځورنې له ویرې خپل ماشومان ډیر محدود کړي، او ددوی په رواني حالت او زده کړو یې ډیر منفی اثر اچولى.

په ټوله نړۍ کې اوس د ماشومانو د خوندیتوب او څار له پاره له ټکنالوجۍ نه کار اخیستل کیږي. سږ کال په چینايي ښوونځیو کې ماشومانو ته ځیرک لباس وړاندې شو، چې ښوونځي او کورنۍ ته د ماشوم دقیق موقعیت، رواني حالت، بوختیاوې او نورې خصوصیات ښیي. دې ته ورته په نورو هیوادونو کې کورنۍ د ماشومانو د خوندیتوب او څار لپاره له مختلفو لارو چارو نه ګټه اخلي.

اوس راځو په افغانستان کې د ماشومانو د اختطاف او ځورونې ممکنه حل څه دی؟

اختطاف د قاچاق یو ډول دی، او موږ ټول اړ یو په دې برخه کې مرسته وکړو او حللارې وړاندې کړو. هغه کورنۍ چې غواړي په افغانستان کې یې خپل ماشومان خوندي او همیشه د دوى ورباندې پام وي نو دا حل لارې او لارښوونې دې عملي کړي:

متاسفانه د ماشومانو د خونديتوب لپاره ډیر کم کار شوى، دا کار په نشت حساب دی. حتا تاسو به د ښوونځي په ټول نصاب کې د ماشومانو د اختطاف د مخنیوي، خوندیتوب او پاملرنې لپاره دوه پاڼې د لارښوونې متن پیدا نه کړئ. د ښوونځي په ټول دولس کلونو کې نه په دولتي او نه په شخصي ښوونځیو کې او حتا د کورنیو له خوا کومه لارښوونه او هیڅ ډول وسایل نه ورکول کیږي.

په داسې حال کې چې دا لارښوونې او وسایل تر بل هر څه مهم دي. ځکه د ماشوم ژوند ژغوري او تر ډیره د ځورونو نه یې خوندي کوي. دا لارښوونې او وسایل په دی برخه کې ښه وقایه ده.

اوس که موږ غواړو تر ټولو ښه او موثر حل پیدا کړو نو اړ یو له ځیرکې ټکنالوجۍ نه کار واخلو. د څار او خوندیتوب لپاره یو له دې نه، د جي پي ایس ډیوايسونه او د څار ايپلیکشنونه دي. د جي پي ایس واړه ډيوایسونه چې اندازې او ډولونه یې مختلف  دي، لکه د لاسي ساعت، غاړه بند او نور واړه شکلونه چې حتا د یو قلم په اندازه سته.

 دا ډیوايس چې اوس یې موږ کورنیو ته د دوى د ماشومانو د خوندیتوب او پاملرنې لپاره ورکوو. همداسې ډولونه لري، وزن له ۴۰ ګرامه حتا د ۱۰ په اندازه هم شته. دا جي پي ایس ډیوایسونه ماشومانو ته په کمربند، جیب، بوټ، بکسه، نورو ځایونه کې کېښودل کیږي او مور پلار یې زموږ د Darrak GPS  ايپلیکیشن په وسیله څاري. دقیق موقعیت یې ورته معلومیږي، او هر کله چې  مور او پلار یې غواړي د ماشوم غږ واوري، نو ډیوایس ته زنګ وهي او ماشوم نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اوري. د دې ډیوایسونو نوى ماډل د دې وړتیا لري، چې کلیدي کلیمې ورته تعین شي، د مثال په ډول: غلا، د جنسي ځورونې ځینې الفاظ، مرسته غواړم،…. کله چې ماشوم یا د هغه ته نژدې کس دا کلیمې یادې کړي، دا ډیوایس مشخص نمبر ته اتومات زنګ وهي.

خو د عادي خبرو په مهال بیا مشخص نمبر ته زنګ نه وهي. د لوړ حرارت، لوړ سرعت یا چې کله ماشوم له یوې مشخصې ساحې څخه بهر شي، یا یو ځای چې مخکې له مخکې په سیستم کې ټاکل شوى ته ورسي، مور پلار ته یې خبرتیا ورځي. د میاشتو میاشتو مخکنۍ تاریخچه، له دوه ورځې حتا ځینې یې تر ۵۰ ورځې چارج ساتي، ځینې وړې کمرې هم لري، چې وخت په وخت مشخص کس ته اتومات عکس لیږي، او نور ګڼې  ځانګړنې لري.

اوس مهال په کابل او ولایتونو کې نه یوازې ډیری کورنۍ د خپلو ماشومانو بلکې د کور د معلولو غړو یا سپین ږیرو د خوندیتوب او پاملرني لپاره له دې ټکنالوجۍ نه کار اخلي.

دا ټکنالوجي له مور پلار سره مرسته کوي چې خپل ماشومان له کور، دفتر او سفر نه وڅاري او خوندي یې کړي. دا ډیوايسونه ډیر ارزانه دي چې حتا ځینې د یو ساده موبایل په بیه هم نه لري خو کورنیو او ادارو سره ډیره مرسته کوي.

د دې ډیوايسونو بله ځانګړنه دا ده که تاسو انټرنت نه لرئ، نو اس ام اس له لارې هم دا خبرتیا او موقعیت درته لیږي.

که څه هم دا ډول واړه ډیوایسونه د جراحي له لارې په غوښه کې دننه ځای په ځای کیږي، خو واړه دې، په بوټ یا بل ځای کې ماشوم ته پټیږي.

ليکوال : اغا ملوک سهار

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه