سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې په ١٠٩ منډو بريا ترلاسه کړه

څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې په ١٠٩ منډو بريا ترلاسه کړه

افغانستان او ايرلېنډ

د افغان لوبغاړو ويجاړوونکې توپ اچوونې مخې ته د هېڅ ايرلېنډي لوبغاړي پښې ټينګې نه شوې او پرله پسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، افغان لوبډلې په څلورمه پنځوس اوريزه لوبه کې د ايرلېنډ لوبډلې ته ستره ماته ورکړه، افغانانو په ١٠٩ منډو بريا خپله کړه او د لوبې غوره لوبغاړى راشد خان شو.

د پنځوو يو ورځنيو لوبو د سيريز څلورمه لوبه نن غرمه دولس بجې پيل شوه، د لوبې پچه ايرلېنډ وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

حضرت ځاځي او نور علي ځدراڼ توپوهنه پيل کړه، خو د دواړو ملګرتيا ګټوره نه وه، افغان لوبډلې ١٧ منډې کړې وې چې لومړى تاوان ورته مک براين ورساوه، مک براين د حضرت الله ځاځى ويکټه وويشته او هغه يې په ١٤ منډو وسوځاوه. د نور علي ځدراڼ د ملګرتيا لپاره رحمت شاه راغى، خو نور علي ځدراڼ هم يو غلط شاټ وواهه او جارج ډوکريل کېچ کړ. داسې د افغانستان دوهم لوبغاړى په ٢٣ منډو وسوځېده، نور علي ځدراڼ يوازې ٩ منډې وکړې.

لوبډلمشر اصغر افغان توپوهنې ته راووت، خو رحمت شاه يې ډېره ملګرتيا ونکړاى شوه، افغان لوبډلې ٥٨ منډې کړې وې، چې رحمت شاه هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه، نوموړي ١٥ منډې وکړې. همدا راز اکرام عليخېل او ګلبدين نايب هم پرله پسې په يوه يوه منډه وسوځېدل، نجيب الله ځدراڼ هم يوازې ١٠ منډې وکړې او خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه، د افغانستان په ٨١ منډو ٦ ويکټې له لاسه ورکړې وې.

د اصغر افغان ملګرتيا ته محمد نبي لوبې ته راغى او دواړو د ډېرې ذمه وارۍ لوبه پيل کړه. دواړو په ګډه د افغانستان منډې ١٣١ ته ورسولې، چې اصغر افغان رن اوټ شو، نوموړي ٥٤ منډې وکړې.

د محمد نبي ملګرتيا ته راشد خان راغى او دواړو يو ځل بيا ښه ملګرتيا وکړه. دواړو په شريکه د افغانستان منډې ٢١٧ ته ورسولې، چې دغه وخت کې محمد نبي شاټ وواهه او په باونډرۍ باندې کېچ شو. محمد نبي هم پنځوسيزه ووهله او تر ټولو زياتې منډې، يعنې ٦٤ منډې يې وکړې.

آفتاب عالم په صفر وسوځېده او راشد خان هم خوندورې ٥٢ منډې وکړې او سيمي سينګ ته يې کېچ ورکړ، مجيب الرحمان په ١ منډه ناسوځېدلى پاتې شو.

په ٤٩.١ اورونو کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٣ منډې وکړې، چې پکې د محمد نبي، اصغر افغان او راشد خان خوندورې پنځوسيزې هم شاملې وې، افغانستان ايرلېنډ ته د ٢٢٤ منډو هدف وټاکه.

د ايرلېنډ له خوا ويليم پورټرفيلډ او پال سټرلنګ توپوهنې ته راووتل، دواړو د ايرلېنډ منډې تر ٣١ پورې ورسولې، خو آفتاب عالم د پورټرفيلډ ويکټ واخيسته، همداراز ورپسې پال سټرلنګ هم اکرام عليخېل سټمپ اوټ کړ او د انډي بالبيرني کېچ هم مجيب الرحمان واخيست، چې د ايرلېنډ لوبډلې د توپوهنې زور يې مات کړ.

د کيوين اوبراين ٢٦، سيمي سينګ ٢٠ او پورټرفيلډ ٢١ منډو نه پورته د ايرلېنډ هېڅ لوبغاړي ښه لوبه ونه شوه کړاى او ټول د افغان توپ اچوونکو مخې ته ټينګ نه شول او پرله پسې وسوځېدل.

د ايرلېنډ ټول لوبغاړي په ٣٥.٣ اورونو کې وسوځېدل او ايرلېنډ ټولې ١١٤ منډې وکړې، چې افغانستان ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.

د افغانستان له خوا آفتاب عالم ٤، مجيب الرحمان او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او ګلبدين نايب يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه او د افغانستان په بريا کې يې ستر رول ولوباوه.

افغانستان په ١٠٩ منډو په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې بريا ترلاسه کړه او د پنځوو لوبو په سيريز کې د دوه لوبو په بريا سره له ايرلېنډ مخکې شو، يوه لوبه ايرلېنډ هم ګټلې او همدا راز دوهمه يو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه.

د لوبې غوره لوبغاړى راشد خان غوره شو.

د افغانستان او ايرلېنډ پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه به د مارچ په لسمه نېټه ترسره شي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About رحمت ديوان