پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / پکتيا: د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د ولايت مقام مخې ته اعتراض کړی

پکتيا: د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د ولايت مقام مخې ته اعتراض کړی

د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو د ولايت مقام مخې ته اعتراض کړی او د پکتيا والي شميم خان کټوازی يې د ملکي خلکو د وژني په مخنيوي کې پړ بللی. اعتراض کوونکو ویلي، چې د ملکي خلکو وژنه د حکومت او خلکو تر منځ واټن زياتوي. دوی دې د دا ډول ړندو بمباریو د درېدو غوښتنه کوي. اعتراض کوونکو ویلي، څو ځله په زرمت کې عمليات شوي او د ملکي خلکو په وژنه پای ته رسيدلي دي. دوی وايي پخوا يې هم اعتراض کړی خو په وینا یې څوک یې غږ نه اوري. د پکتيا والي شميم خان کټوازي اعتراض کوونکو ته په ځواب کې ویلي د دې پېښو پلټنه به کوي او د ملکي خلکو د ژوند لپاره يې امنيتي ځواکونو ته ځانګړې طرحه ورکړې ده. کټوازي ویلي په هېڅ صورت کې به د امنيتي ځواکونو له لوري ملکي خلک په نښه نشي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews