سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په ۱۵ ولایتونو کې ښځينه قاضيانې کار کوي

په ۱۵ ولایتونو کې ښځينه قاضيانې کار کوي

د افغانستان د ۱۵ ولایتونو په قضايي بنسټونو کې قاضیانې په کار بوختې دي، خو په ۱۹ نورو ولایتونو کې هېڅ ښځینه قاضي په کار نه ده ګومارل شوي.په افغانستان کې له ۲۰۰۰ ډېر نارینه قاضیان په کار بوخت دي خو د ښځینه قاضیانو شمېر نژدې ۲۷۰ تنو ته رسېږي چې د ټولو قاضیانو لس سلنه جوړوي.

له نن څخه شپږ کاله پخوا بیا د ښځینه قاضیانو شمېر ۱۸۶ تنو ته رسېده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي د ټولو پرمختګونو سره سره اوس هم په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو فعالیت کمرنګه دی.

ځينې مېرمنې چې د خپلو ستونزو د حل په خاطر يې محکمو ته مراجعه کړې وايي، د ښځینه قاضیانو په حضور کې دوی ته د عدالت د رسېدو چاره اسانه وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin