پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په کونړ کې غر راښويدلى دى

په کونړ کې غر راښويدلى دى

کونړ کې پر یوه کور د غره راښویېدو پېښه کې درې ماشومان مړه او پنځه کسان ټپیان شوي دي.د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وويل، تېره شپه د مرکز اسعد اباد اړوند دوشاخېلو کې پر يوه کور غر را ښويېدلی دی دی وايي، دغه پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او د ښځو او نارينه وو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پنځه تنه نور ټپيان دي .

وياند زياته کړه، ټپيان د اسعد اباد روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي او روغتيايي وضيعت يې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ دی .

د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالله وويل، پېښه د ماخوستن له لمانځه وروسته رامنځته شوه، چې مړه او ټپيان یې د سیمې خلکو روغتون ته انتقال کړل.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin