پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په کونړ کې د طالب او داعش په نښته کې ۱۶ داعش وژل شوي

په کونړ کې د طالب او داعش په نښته کې ۱۶ داعش وژل شوي

په کونړ کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې  چارواکي وایې چې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په جګړه کې ۱۶ داعش وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي سرچینه کاږي جګړه کې  دوه طالبان هم وژل شوي او اوس هم جګړه دوام لري.

د کونړ امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر بیا وایي، دې جګړه کې نهه داعش جنګیالي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په تړاو  څه نه وایي بلخوا د سیمې اوسېدونکي وایي، د داعش او طالب وسله والو جګړو له امله ځینې کورنۍ هم بې ځایه  شوي خو کره شمېره یي نه
دی مالوم .

له دې جګړې وړاندې هم  په کونړ کې د دواړو لورو ترمنځ پراخه جګړه ترسره شوې وه چې  یو وخت د ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل دره په بشپړه توګه داعش ډلې نيولې وه.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم بيا د دواړو لورو ترمنځ نښتې تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه دی ورکړي. د هغه په وينا، ډېر ژر به په سيمه كې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو په هدف عمليات پيل شي.

 په ورته وخت کـې د کونړ امنيتي چارواکي وايي، داعش ډلې په ننګرهار کې له ماتې خوړلو وروسته کونړ ته مخه کړې، چې اوس د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې شاوخوا ۹۰۰ داعشيان وسله وال فعاليت کوي او ډېرکله له حکومت او طالبانو سره هم جنګېږي.

ویل کېږي د تازه پیل شوې نښتې د ختمولو په موخه سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي دي خو د مداخلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد