پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په کندهار کې ۴ رومانیايي پوځیان ژوبل شول

په کندهار کې ۴ رومانیايي پوځیان ژوبل شول

تاند- څلور رومانیايي پوځیان نن /شنبه/ په کندهار کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ژوبل شول.

(رومانیا جورنال) د رومانیا د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي چې د رومانیايي سرتېرو په لاره کې لومړی چاودنه وشوه، وروسته وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې.

د رومانیا د دفاع وزارت یوه ویندوی تورن اندرې وايي چې دا پېښه د سهار په ۱۰ بجې وشوه او په نتیجه کې یې څلور ټپي شوي رومانیايي پوځیان د کندهار په هوايي اډه کې روغتون ته یووړل شول.

ده همداراز ویلي چې د څلور واړو پوځیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دوو د پښو هډوکي ژوبل شوي او یو برسېرن ژوبل دی خو د یوه وضعیت په پیل کې ښه نه و.

د رومانیا ولسمشر کلاسو ایوهانیس له دې پېښې وروسته په یوه پیغام کې هغوی ته د روغتیا هیله کړې ده.

ده ویلي«زما ذهن په هغو رومانیايي پوځیانو کې دی چې نن په افغانستان کې ټپیان شوي. زه دوی ته د فوري روغتیا او قوت هیله کوم…»

108 total views, 108 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند