دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په هرات کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان سېزلی

په هرات کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان سېزلی

په هرات ولایت کې یوې پنځه ویشت کلنې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان سوزولی دی.

یاده مېرمن ناز ګل نویږي او وایي دوه ورځې وړاندې یې د خاوند له خوا له ده سره د تاوتریخوالي له امله یې ځان ته د اور ورته کولو پرېکړه وکړه.

اغلې ناز ګل وایي خاوند یې پر نشه یي توکو روږدی دی او هره ورځ د هغه له لورې وهل ډبول کیږي.

د ناز ګل د بدن ٨٠ فیصده برخه سوزېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن (جمعه کب ١٧مه) افغان مېرمنې د مېرمنو له نړیوالې ورځې نمانځه کوي، خو اغلې ناز ګل وایي دی د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه هېڅ نه پوهیږي.

ناز ګل اوس مهال د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

ناز ګل مېرمن وایي هیچا له دې سره مرسته نه ده کړې او نه یې د خپل زړه درد له خاوند سره شریک کړی دی.

په همدې حال کې په هرات ولایت کې د ښځو حقوقو فعالانې وایي: لا هم د هرات په لېرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بوږنوونکی بولي او تاییدوي چې تر اوسه د حکومتي بنسټونو له لورې د تاوتریخوالي سره د مخ  مېرمنو د تاوتریخوالي د کچې په ټیټوالی او د یادو مېرمنو د ژوند د سوکالۍ لپاره څه نه دي کړي.

خو د هرات ولایت د ښځو چارو رییسه چې نن په هرات کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مراسم کې یې ګډون درلود وویل:  دی په هرات کې د ښځو د قربانیانو او تاوتریخوالي په اړه معلومات نه لري.

اغلې انیسه سروري وایي دا نه وایم چې په هرات کې به د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی شتون ونه لري، خو تر اوسه زه د داسې پېښو په جریان کې نه یم شریکه شوې.

د راپورونو پر اساس د روان کال په اوږدو کې په هرات ولایت کې د ١٦٠٠ څخه زیاتې د ځان وژنې او تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، چې د دوی له منځه د پنځوسو څخه زیاتو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي