چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په مالاوي کې د سيلاب له امله ٥٦ کسان مړه شوي

په مالاوي کې د سيلاب له امله ٥٦ کسان مړه شوي

د سویل ختيځې افریقا په مالاوي هیواد کې چارواکي وايي چې سېلابونو له امله د دې هیواد په جنوب کې ۵۶ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مالاوي یوه سخت توپان ته تیاری نيسي چې دې هیواد ته ور نژدې کیږي.

راپورونه وايي، اورښتونو له تېرې اونۍ راهیسې ۸۳ زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي، د اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو بشپړ کلي لاندې کړي او له ګڼو سیمو برېښنا پرچاو شوې ده.

له ناورین سره د مبارزې ادارې ویاند ویلي، تراوسه سېلابونو کې ۵۶ کسان مړه شوي او ۵۷۷ کسان نور ژوبل شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې د نورو بارانونو او سېلابونو اټکل هم کړی او ویلې دي چې له موزمبيق څخه د ايداي توپان مالاوي ته په نژدې کېدو دی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin