دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په فراه کې ولسمشر غنی د طالبانو له توغندیز برید سره مخ شو

په فراه کې ولسمشر غنی د طالبانو له توغندیز برید سره مخ شو

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار د ( کب ۱۸) ولسمشر غني، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته رسیدلی؛ خو په هوایي ډګر کې له رسیدو سره سم له توغندیز برید سره مخ شو.

د فراه ولایت یو امنیتي چارواکي ویلي؛ د فراه ولایت پر هوایي ډګر دوه توغندي توغول شوي، چې ځاني او مالي زیانونه نلري.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې دواړه توغندي د پلیګون په اړوند سیمه کې لګیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د لیدو او همدارنګه د امنیتي وضعیت د څېړنو لپاره دغه ولایت ته سفر کری دی.

د ولسمشرۍ خبرپاڼه څرګندوي: ولسمشرغني په داسې حال کې فراه ولایت ته سفر کوي، چې په وروستیو سیلابونو کې لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، سلګونه کورنۍ بې کوره شوي او سلګونه نور مرستو ته اړ دي.

طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

ویل کیږي، چې ولسمشر غني به د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره هم بېلابېلې لیدنې ولري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News