شنبه , مارچ 23 2019
Home / Hot News / په غزني کې له پردۍ میرمنې سره پر زبرزنا ګير شوی طالب قومندان کلیوال په مرګ ګواښي

په غزني کې له پردۍ میرمنې سره پر زبرزنا ګير شوی طالب قومندان کلیوال په مرګ ګواښي

هندوکش ـ غزني: په غزني کې يوې سرچينې هندوکش ته ويلي دي چې د ګيلان ولسوالۍ په بلاير کلي کې له يوې کلیوالې ميړوښې ښځې سره د زبرزنا پر مهال نیول شوي طالب قومندان کلیوال په مرګ ګواښلي دي. نوموړې سرچينه وايي:« د ګیلان د طالبانو د محاذ د مشر مولوي فاروق آخون مرستيال فضل الرحمن چې په ملازاهد آخون مشهور دی څه موده مخکې له يوې کليوالې ښځې سره د زبرزنا پر مهال لاس په لاس کلیوالو ګیر کړ.» سرچینه زیاتوي:« تر دې پيښې وروسته ملازاهد له وسلې په استفادې پر کلیوالو ډزې وکړې او خپله له سیمې وتښتيدې، که څه هم د ښځې کورنۍ د طالبانو کميسیون ته عريضه کړې وه خو طالبانو نوموړي ته د تيښتې زمينه برابره کړه او اوس په کوټه کې پټ دی.» نوموړې سرچينه وايي:« اوس مو زاهد په مرګ ګواښي هغه کسان چې نوموړی يي ګیر کړی وو هغه ته معلوم دي هره ورځ ورته زنګونه وهي چې بیرته درشم وژنم مو ځکه له کيسې ټول ګيلان خبر شوی دی.» بلخوا متضرره میرمن وايي چې لومړی په زور بربنډه شوې ويډيو ورڅخه اخيستل شوې او وروسته به ورته ويل کيدل چې که له نوموړي سره زنا ونکړي ويډيو به يي په فيسبوک کې خپره کړي. دا کيسه په داسې حال کې رسنيزه کيږي چې تیر کال د میدان وردګو په ولايت کې د طالبانو د استخباراتو مسول ډاکټر ميرويس هم د طالب زنداني له میرمنې سره د زنا په تور د يادې میرمنې خپلوانو و واژه. تر دې کيسې وروسته طالبانو له کابله کور ته په رخصتۍ تلی محصل فضل الرحمن په دې پلمه چې د ميرويس په ترور کې لاس لري شهيد کړ او يو ډول يي د زنا دا کيسه پټه کړه. د سيمې خلک وايي چې ډاکټر ميرويس به په دې پلمه چې د طالب زنداني کور پاتې دی او باید سرپرستي يي وشي تل د يادې ميرمنې کور ته تګ راتګ کاوو چې باالاخره د میرمنې کورنۍ ګير کړ. همداسې بله پيښه هم د پکتیا په زرمت کې شوې وه. د پکتيا په زرمت کې د طالبانو قومندان عبدالعلیم شاهین مرکز ګرديز ته څيرمه په یوه وسله واله نښته کې و وژل شو او ځيرک ټلیفون يي د افغان ځواکونو لاس ته ورغی چې په ياد تلیفون کې له يوې ميرمنې سره د نوموړي لسګونو نیمه بربڼد او ډير نور داسې انځورونه وو چې د خپریدو نه وو.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali