شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په سوريه کې ٣٠٠٠داعش کردانو ته تسليم شوي

په سوريه کې ٣٠٠٠داعش کردانو ته تسليم شوي

  نړيوالو خبرونو له مخې داعش چې یو وخت یي په سوریه او عراق کې زیاتې سیمې نیولې وې اوس يي په زرونو غړي کردانو ته تسلیم شوي دي. د کردانو په مشرۍ ځواکونو له خوا د داعش د وروستي پټنځای پر ضد د وروستۍ حملې د چمتووالي رپوټونه ورکول کیږي.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اس ډي اف) ویاند مصطفی بالي، ویلي دي: «د داعش غړو شمیر چې د تیر ماښام راهیسې موږ ته تسلیم شوي دي ۳۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.»

 د سوریي دیموکراتیک ځواکونو په مؤقتي ډول د داعش تر ولکې لاندې باغوز باندې بریدونه ودرول، څو خلکو ته د دغې سیمې د پریښودو اجازه ورکړل شي او دوی ته ځانونه وسپاري. دغه سیمه د سوریې په ختیځ کې موقعیت لري.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دي، د یکشنبې له ورځې راهیسې پر باغوز بمباري کوي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin