پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په سعودي عربستان کې سږ کال د اعدامونو شمېر بې ساری دی

په سعودي عربستان کې سږ کال د اعدامونو شمېر بې ساری دی

تاند- سعودي عربستان به که په اوسني ډول اعدامونو ته دوام ورکړي په ۲۰۱۹ کال کې د اعدامونو ریکارډ جوړ کړي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودي تراوسه پورې د روان میلادي کال په درې میاشتو کې ۴۳ تنه اعدام کړي دي.

په سعودي کې تر ټولو وروستی اعدام شوی کس یو سوریه وال و چې د مخدرو موادو د قاچاق په جرم یې د مارچ په ۱۳ سر په توره غوڅ کړای شو.

د سعودي عربستان د اعدامونو بڼه هم خورا وحشیتناکه ده.

راپور وايي، که په اوسني ډول په سعودي عربستان کې اعدامونه دوام وکړي د کال تر پایه به په دې هیواد کې ۱۷۲ تنه اعدام شي چې تر بل هر کال به زیات وي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، تراوسه پورې په سعودي کې ۲۱ تنه د مخدرو موادو د قاچاق په جرم اعدام شوي خو نور د زنا، د اسلام د پرېښودو، خیانت، جاسوسۍ، غلا، قتل، تروریزم او جنسي تېري په تورونو اعدام شوي دي.

سعودي عربستان له دوه زرم میلادي کال راهیسې له چین او ایران وروسته د اعدامونو د شمېر له نظره په نړۍ کې درېم هیواد دی.

چین په ۲۰۱۸ کې ۲۸۵ او ایران ۲۴۹ تنه اعدام کړي وو. ورپسې عراق څلورم او پاکستان پنځم زیات اعداموونکي هیوادونه دي.

77 total views, 77 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند