پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په خوست کې د واده مراسمو په ډزو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښتله

په خوست کې د واده مراسمو په ډزو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښتله

تېره شپه یو ځوان د خوست ولایت په ټڼیو ولسوالۍ کې په یوه سندریز محفل کې ډزې کړې چې ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .

تېره شپه د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله تر ۱۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده عا.

د سیمې خلک وايي ، یو ځوان د نېشې په حال کې د واده په مراسمو کې ډزې وکړې ، چې له کبله یې ۵ تنه وژل شوي او تر شل نور ټپاین شوي دي .

خو د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدري په خوست کې د خبریال ډاټ کام له خبریال سره په خبرو کې ویلي  چې په یادو ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي .

ډېری وخت ځوانان د خوشحالیو په مراسمو کې ډزې کوي ، چې کله نا کله د مرګ ژوبلې سبب هم کیږي .

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه