جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په ايران کې سېلابونو١٢ميليونه وګړي ځپلي

په ايران کې سېلابونو١٢ميليونه وګړي ځپلي


په ايران کې د يوې مياشتې راهيسې د سلابونو په زياتوالي او تاوانونو له ايران علاوه ملګرو ملتونو هم انديښنې ‏ښوولي ويلي يي دي چې په ايران کې د بارانونو له امله سيلابونو ايراني ولس ته سخت تاوانونه اړولي دي .‏
د رتال په نوم د اروپاېي ټولنې يوې ادارې ويلي چې په ايران کې وروستيو سېلاب ځپلو ته دې خواکي توکي او ‏درملې ورسول شي .‏
يادې ادارې وروسته له هغې دا خبر خپور کړ چې ايراني دولتي رسنيو اوسرې مياشتې په ايران کې د ١٢ ‏ميليونو سېلاب ځپلو خبر ورکړ.‏
ايراني رسنيو دمخه په سېلابونو کې د ګلستان او نورو سيمو کې په سېلابونو کې د ١١ تنو د ډبيدو او وړلو خبر ‏ورکړې ؤ چې وروسته بيا د سېلاب وړو کسانو شميره نوره هم پسې زياته شوه . ‏
د اروپايي ټولنې يادې ادارې راپور ورکړې چې په تيرو ١٥ کالو کې دا ډول بارانونه او سېلابونه په ايران کې نه ‏وو راغلي ياده اداره وايي د ايران ٢١ ولايات سختو باروانونو او سېلابونو تاواني کړيدي چې ددې ولاياتو ‏‏١٢ميليونه وګړې بيړنيو مرستو ته اړتيالري او بايد ورته ورسيږي.‏

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin