جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په امريکا کې پټ قبرونه موندل شوي

په امريکا کې پټ قبرونه موندل شوي

د امریکا په فلوریډا ایالت کې هغه کارکوونکي چې یوه اصلاحي مرکزدارالتادیب ته څېرمه په کار بوخت وو وايي، لسګونه پټ قبرونه یې موندلي دي.

د امریکا سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه مرکز شاوخوا کارګران د سیمې پاکولو لپاره ګمارل شوي وو چې هلته یې دا قبرونه موندلي دي.
دا روزنییز مرکز چې شاوخوا ۱۱۱ کاله پخوا جوړ شوی، هغه ځوانان پکې ساتل کېږي چې د قتل په ګډون په ځینو جرمونو تورن پېژندل شوي.
په ۲۰۱۱ کال کې دا مرکز بند شو.
ویل کېږي په دې مرکز کې ۲۷ پټ قبرونه موندل شوي، که دا تایید شي هلته د ښخو شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسیږي. یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې په دې دارالتادیب کې د مړو شویو شمېر له سلو کسانو لوړیږي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin