پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په افغانستان کې د امریکا ۲ پوځیان وژل شوي

په افغانستان کې د امریکا ۲ پوځیان وژل شوي

تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې په افغانستان کې د دې ماموریت دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

غوڅ ملاتړ ماموریت، په خپله خبرپاڼه کې، چې نن (جمعه) یې خپره کړې ده، نه دي ویلي چې دا دوه امریکايي پوځیان د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې امریکايي پوځیان له یو شمېر هوايي حملو پرته په جنګي ماموریت کې ګډون نه کوي. دا ځواکونه افغان امنیتي ځواکونه روزي.

د دغو دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو سره په افغانستان کې سږ کال (۲۰۱۹) د امریکايي پوځیانو تلفات ۴ ته رسېږي.

76 total views, 76 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند