پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په افغانستان کې جنګېدلی دیموکرات ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي

په افغانستان کې جنګېدلی دیموکرات ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي

تاند- پیټ بټیګیګ، چې په افغانستان کې یې د پوځي خدمت دوره تېره کړې، د دیموکرات ګوند له لوري ولسمشرۍ ته د ځان د کاندیدولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.

بټیګیګ (Pete Buttigieg) له ۲۰۱‍۲ څخه د انډیانا ایالت د سوت بینډ ښار ښاروال دی. ده د ښاروالۍ په موده کې ۷ میاشتې رخصتي واخیسته او د پوځي صاحب منصب په توګه یې په افغانستان کې پوځي خدمت وړکړ.

د ښاروالۍ په موده کې یې د سوت بینډ صنعتي ښارګوټی، چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ و، په پښو ودراوه.

ده په سوت بینډ کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي. ده ځان د زریزې د نسل ږغ وباله.

تراوسه پورې د دیموکرات ګوند ۱۸ غړیو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو په توګه لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

ګوند به د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له یو لړ سیالیو وروسته کاندید غوره کړي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۲۰ په دسمبر کې کېږي.

95 total views, 95 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند