شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / په اروزګان کې د افغان او امریکايي ځواکونو په نښته کې ۵ تنه وژل شوي

په اروزګان کې د افغان او امریکايي ځواکونو په نښته کې ۵ تنه وژل شوي

تاند- افغان چارواکي وايي چې په اروزګان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي پوځیانو ترمنځ په یوه نښته کې ۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پوځ تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی ډګرمن قیس منګل نن /چهارشنبه/ تایید کړه چې په اروزګان کې د امریکايي او افغان پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده. ده د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

منګل وايي، راپورونه شته چې وايي د سو تفاهم له کبله د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ شخړه شوې خو دا چې دقیقاً څه پېښ شوي دي کره معلومات لا نشته.

خو د اروزګان د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي وايي، امریکايي پوځیانو سهواً ترینکوټ ته نژدې پر افغان ځواکونو هوايي برید وکړ، ورپسې نښته وشوه چې په نتیجه کې یې ۵ افغان ځواکونه ووژل شول.

ده همداراز ویلي چې ۱۰ تنه نور افغان ځواکونه ژوبل شوي دي.

131 total views, 131 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند